|
په سويډن کي د پښتو او دري پاڼو کنفرانس |
||
|
د ٢٠٠٨ ميلادي کال د ډيسيمبر پر ٥ او ٦ نېټه په ستوکهولم کي د پښتو او دري ژبو ښوونکو ګډ کنفرانس درلود . دا چي دواړه د پښتو او دري ژبو د پاره بايد يو ليکوال را و غوښتل سي نو ځکه مي د نوموړي کنفرانس نه مخکي په وړي کي د ښاغلي حبيب الله رفيع سره خبري و کړې چي زموږ سره په دغه کنفرانس کي ګډون وکړي . ښاغلي حبيب الله رفيع هم د ګډون کولو ژمنه و کړه . د بده مرغه سويډن ته د راتلو د پاره د وېزې مشکل د نوموړي د نه ګډون کولو لامل سو . موږ بيا هم خپل کنفرانس ترتيب کړ .
کنفرانس د ټاکلي مهالوېش سره سم مخته يوړه سو . په پيل کي د پښتو او دري ژبو د انټرنيټ د پاڼو مسوولينو هر يوه عبدالعلي رسول زاده او عبدالرحيم غفوري د کنفرانس ګډون کوونکو ته ښه راغلاست و ويل .
تر دې وروسته ښاغلي نصير مهرين د دري ژبي مېلمه چي د جرمني څخه يې تشريف را وړئ وو خپله وينا د تاريخ د رول په هکله پر ادبياتو او مورنۍ ژبه باندي د کنفرانس ګډون کوونکو ته وا وروله .
تر يوې لنډي تفريح وروسته ښاغلي سميع حامد د دري ژبي دوهم مېلمه چي د ډينمارک څخه يې تشريف را وړئ وو په خپله وينا پيل و کړ . ده په خپله وينا کي د ښکلو ادبياتو ، کيسو او شعر د رول په هکله چي د مورنۍ ژبي په تدريس کي يې لري د کنفرانس ګډون کوونکو ته معلومات ور کړ . ښاغلي سميع حامد په تدريس کي د درسي موادو د رول په اړه پوره معلومات وړاندي کړ . تر دې وروسته د کنفرانس ګډون کوونکي پر دوو ګروپونو و وېشل سوه . هر ګروپ د مورنيو ژبو پښتو او دري د تدريس او د هغه د لا ښه کوولو په اړه خبري و کړې .
د ماښام تر ډوډۍ خوړلو وروسته ښاغلي سميع حامد ډېر ښکلي شعرونه ګډون کوونکو ته واورول . د شعر او شاعرۍ په وخت کي د ستوکهولم د ښار يو شمېر زده کوونکو هم ګډون و کړ .
په دې ترڅ کي د مالمو د ښار د پښتو ژبي ښوونکي عبدالسلام اندړ هم خپل يو ليکلئ شعر د کنفرانس ګډون کوونکو ته و ا وراوه .
په دا بله ورځ عبدالعلي رسول زاده په سويډن کي د مورنۍ ژبي د تدريس په برخه کي د مختلفو تدريسي موادو او کتابو د رول په اړه ګډون کوونکو ته په داسي وخت کي چي رحمت الله سروري د کمپيوټر له لاري نوموړي مواد ښکاره کول معلومات ور کړه .
عبدالعلي رسول زاده خپل يو شمېر ترتيب کړي مواد ښوونکو ته و ښودل . وروسته يې ژمنه وکړ چي ټول مواد به په نيژدې را تلونکې کي د پښتو ژبي په پاڼه کي د په زړه پوري همکارانو د ګټي اخيستلو د پاره ايږدي .
د نورو عکسونو د ليدلو د پاره دلته کليک و کړ |