|
بسم الله
الرحمن الرحيم
لکه څنګه
چي زموږ د دې پاڼي
www.pashto.seد
فعاليتونو څخه ښکاره ده زموږ دغه پاڼه يوه ناپېيلې ښوونيزه
پاڼه ده . او هدف يې په خاصه توګه د سويډن په هيواد کي د هغو
زده کوونکو سره د مرستو کول دي کوم چي په ښوونځي کي د پښتو ژبي
ليک،لوست، دين،دود اوداسي نور زده کوي . زده کوونکي نه يوازي
زده کړه کوي بلکي هدف دا هم دئ چي ددې پاڼي له لاري د يو او بل
سره تماس پيدا کړي . نو موږ هم کوښښ کړئ دئ چي خپل فعاليتونه
لومړی د دغو زده کوونکو اړتياوو او د زده کړي لارو چارو ته
متوجه کړو .په دوهمه مرحله کي ټول هغه پښتو ژبي ماشومان او
ځوانان چي په نورو بهرنيو هيوادونو کي مشته دي زموږ د نظره
ليري پاته نه دي . او هڅه کوو چي د دې پاڼي له لاري په ګران
هيواد افغانستان کي د هغو ماشومانو ، ځوانانو او ښوونکو سره
مرسته و کړو کوم چي د کمپيوټر او انټر نيټ امکانات لري .
د دې کار
د پاره مو پدې پاڼه کي ( د غره او د وره ) په نامه په دغه برخه
پيل و کړ تر څو د ښوونځي د ټولو مضمونونو په هکله موثق معلومات
را ټول کړو او په دې برخه کي يې ځای پر ځای کړو .
پدې برخه
کي کېدای سي چي زموږ زده کوونکي ، ښوونکي (کوم چي د سويډن په
هيواد کي ژوند کوي او پدې فعاليت کي زموږ سره ګډ دي ) او يا
نور څوک موږ ته د نورو ژبو څخه ژباړي او په زړه پوري ښوونيز
معلومات را و ليږي او موږ يې په دغه دلته ځای پر ځای کړو .
يوه
موضوع چي دلته د پام وړ ده هغه دا چي په بهرنيو هيوادونو کي
زموږ د ماشومانو او ځوانانو د مورنۍ ژبي سويه جګه نه ده ځکه نو
موږ کوښښ کوو چي خپلي ليکني په ډېره ساده ژبه وکړو څو د يوې
خوا دوی پرې پوه سي او د بلي خوا يې و کولای سي په خپله ژبه د
سويډني يا خپلي بلي بهرنۍ ژبي سره مقايسه کړي . دا کار نه
يوازي په بهر کي د مشته افغانانو د پاره دئ بلکي د هغو
ماشومانو او ځوانانو د پاره به هم بې ګټي نه وي کوم چي په دې
وروستيو کلونو کي په ګران هيواد افغانستان کي د نا اراميو په
نسبت د زده کړي د حق څخه بې برخي پاته سوي دي او ادبي پانګه
يې زيان منه سوې ده .
عبدالعلي رسول زاده |