په ناروي کي د ټولو پښتو ژبو هيواد والو ....

       په ناروي کي ګرانو پښتو ژبو زده کوونکو ، والدينو او ښوونکو !  تاسي به کله کله په سويډن کي زموږ  د مورنۍ ژبي پښتو پاڼه ليدلې وي چي زيات تدريسي کتابونه او مواد لري . د دې پاڼي څخه نه يوازي د سويډن او ناروي افغانان ګټه اخلي بلکي په ټوله نړۍ کي افغانان ګټه ځيني اخلي .

       د نيکه مرغه سږ کال د ناروي مقامات هم د سويډن  په شان د دغه ډول پاڼو د جوړولو په فکر کي سوي دي . د لومړي ځل د پاره ناروي غواړي چي د سويډن په مرسته دوې پاڼه چي يوه يې د اردو ژبي او بله يې د يوې افرکايي ژبي د پاره وي . هغه نوري ژبي به تر څو چي د خپلو پاڼو حق ور کول کيږي د سويډن د پاڼو  څخه ګټه اخلي . د دې کار د پاره موږ کولای سو چي تر هغو پوري ګډه همکاري سره وکړو .  په راتلونکې کي به د ناروي د پښتو ژبو زده کوونکو د پاره په نارويژي ژبه هم ځيني موضوعات ليکل کيږي .

      د دې کار د پاره به موږ د ناروي ژبي د پاره دلته يوه ځانګړې برخه جوړه کړو  څو زموږ د ناروي زده کوونکي ، ښوونکي او والدين د هغه څخه ګټه واخلي . له دې امله نو په ناروي کي ټولو پښتو ژبو هيوادوالو ته خبر ور کول کيږي چي د پښتو ژبي د زده کوونکو شمېر زيات کړي . د والدينو او زده کوونکو سره تماسون و نيسي . د زده کوونکو د زياتېدو تر څنګ دي کوښښ وکړي چي د دغه ډول يوې پاڼي غوښتنه و کړي .

تر هغو پوري پدې هکله کولای سئ چي زموږ سره تماس و نيسئ !

Ali Rasulzada Abdul   

alirasulzada@hotmail.com

0046-709-384755

0046-40-156753

abed_salim@hotmail.com

  0046-739-394622

0046-8-7732381