|
دچاپولولپاره دلته کليک
وکړۍ!
مېرمن ملاله
د دوشنبې
په ورځ د برات د مياشتي پر اوولسمه په
١٢٩٧
هجري کال چي
پښتنو زلميانو، مېړو او مېرمنو د خپل وطن د ساتني په نيت سرونه پر
ميدان ايښي وه او د ميوند ډګر ته د قربانۍ د پاره د انګرېز د تيري
کونکي لښکر په مقابل کي حاضر سوي وه.... ټاکنده غرمه وه، غازيان تږي
او ستړي ستومانه وه، د ميوند پر دښت هيڅ اوبه هم نه وې، نژدې وو چي
د پښتنو لښکر د تندي څخه ماته و کړي په داسي حال کي چي د پښتنو
بيرغچي هم سخت زخمي او بيرغ يې له لاسه ولوېد. يوه پښتنه پېغله نجلۍ
چي تازه يې د ژوند د اوولسم پسرلي ګلونه بوی کړي وه راغله او د
پښتنو ملي بيرغ يې په سرو منګلو واخيست نارې يې کړې :
خال به
د يار له ويـــنو کښېږدم
چي شينکي باغ کي ګلګلاب و
شرموينه
که په
ميوند کي شهيد نه شوې
خدای ږو لاليه بې ننګۍ ته
دې ســاتينه
ددې
پېغلي ږغ لکه يو اسماني ږغ وو چي د پښتنو زلميانو ويني يې په جوش
راوستې، دښمن ته يې ماته ور کړه. د دې پېغلي نوم د افغانستان په
تاريخ کي په زرين خط ليکل سوئ دئ. |